د قرآن کریم د نهه شپيتمې سورې نامه ؛حاقه ؛ده. دغه سوره په 52آیتونو سره د قرآن کریم په نهه ویشتمې سپارې کې واقع ده. ؛حاقه ؛ چې یو ه مکي سوره حسابیږي، د نزول په ترتیب کې اته اویایمه سوره ده چې د اسلام پر پيغمبر (ص)نازله شوې ده.
ددغې سورې په لومړنیو درو آیتونو کې د ؛حاقه ؛کلمه تکرار شوې او په دې باب خبرې کوي،په همدې دلیل؛الحاقه ؛سوره نومول شوې ده.د ؛حاقه ؛ مقصد،دقیامت ورځ ده . حاقه دهغه شي معنا ده چې حتمی ،ټاکل شوی اوواقعي دی.ددغې کلمې د تکراریدا دلیل ، د قیامت دورځې یادول او له دغې ورځې څخه ویرول دي.
ددغې سورې اصلي موضوع معاد او د قیامت دورځې بیانول دي چې پيښیدا ئې حتمي بلل شوې او د هغو کسانو دعاقبت په باب چې د قیامت د ورځې انکار کوي ،خبره ئې کړې ده.
دغه سوره درې اصلي برخې جوړوي، لومړی برخه ئې دتیرو قومونو د کیسې یادول دي. د عاد ،نمود،لوط قومونه او هم فرعون ، چې پيغمبران ئې دروغ بلل او په الهی کې عذاب ګرفتار شول.په مقابل کې د هغو کسانو برخلیک یادوي چې په نوح پيغمنبر ئې ایمان درلود او په کشتۍ کې په سواریدا سره ئې نجات وموند.
دوهمه برخه د قیامت د ورځې او په دغې ورځې د خلکو د ویشل کیدا خبره کوي. په دغې ورځې خلک په دوو ډلو یعني په ښي او کیڼې ډلې ویشل کیږي.ښئ ډله هغه کسان دي چې په دغې ورځې خوشالیږي،البته کیڼه ډله هغه سان دي چې دهغه چلند او کړچار په دلیل چې ئې په دنیا کې درلودلی ، غمجن ،خپه او د الهی عذاب په تمه به وي.
د سورې دریمه او وروستۍ برخه د قرآن کریم د ریښتونوالی پر اثبات او د اسلام د پيغمبر د پيغمبرۍ تائيدیدا په ډير ټينګار او سترو قسم خوړلو سره دوام مومي.په دغو آیتونو کې په دې ټکي هم ټینګار شوی دی چې د اسلام ګران پیغمبر(ص)هیڅ شی ته په دروغو خداي ته نسبت نه ورکوي،ځکه که داسې وکړي، خدای به هغه خوار اورسوا کړي.
همداراز ددغو آیتونو په اساس که څوک په دروغو دپیغمبرۍ ادعا وکړي،حتی که خلک ونه توانیږي د هغه دروغو ته متوجه شي ، نوخداوندمتعال حتما دغه کس په غذاب اونابودۍ سره رسوا کوي